کرزی وایي دکندهار عملیات به تصفیوي وي نه جګړیز ؟؟
بســــــــــــــــمل بســــــــــــــــمل

۱۶ـ۰۶ـ۲۰۱۰        

 

عزتمنو لوستونکو!

وړمه  ورځ  حامدکرزی  هغه کندهار ته ولاړ  په کوم کې چې  افغــان  مېړنیو لکه  میرویس  نیکه، احمدشاه بابا او نورو ګڼ شمېر اتلانوخاپوړې کړې، ستر شوي او اتلولۍ یې لاس ته  راوړې  دي  هو!

کرزی  ورغی او د ماتم  په  ټغر ناستو هغولاس او پښو تړلو مظلوموکندهاریانو ته کوم  چې  هم له  پاسه  او هم  له ښکې د اور سکروټې  پرې  وریږي   ووېل چې تاسې له موږ سره همکاري وکړئ  .

دډېر افسوس ځای دی چې دا ښاغلی هم ځان  ولسمشرګڼي اوهم  دومره  ماشومانه هیلې  لري، له  هغه ولس څخه

همکاري غواړي کوم  چې  پخپله  د ده له لاسه  زولانه  اوبرمته  شوی  دی  دلته  به  په  لاندې  ډول سره هغه  تصویر تاسو ته وښیم  کوم چې دپراشوتي کرزي او نوي استعمار لمړنۍ شېبې انځوروي .

                                              

په  تصویر کې دکرزي له  رواني حالت  څخه دهغه او ښکېلاکګروترمینځ  دمرموزو نقشو شک  په یقین بدلیږي .

له همدې ورځې  بیا تر ننه به  دمحکوم کرزي  په کردار اوبې کیفایتي ځکه په تفصیل سره څه نه لیکم چې ستاسو قیمتي وخت  ونه نیسم  هسې څولنډ لنډمثالونه به یې تاسو ته دهمدې لیکنې  په  ترځ  کې وړاندې کړم  خو لمړی به  راوګرزو د ارګمشر صاحب  دې خبرې ته چې وايي دا عملیات به تصفیوي وي نه  جګړیز؟؟

دجنګي جنایتکارانوملاتړی، افغان ولس دښمن، دتاریخي کندهار اوپښتنودغاړې  طوق  حامدکرزی  دشمالي ټلوالې قاتلې ملېشې ملي اردو بولي  وایي دا عملیات به افغان ملي اردو؟؟ او ملي پولیس؟؟ تر سره کوي .

غــــــــزیـــــــــزانــــــــــو !

دهمدې کال دمارچ  په  لمړیو مانا درۍ میاشتې دمخه برید جنرال ویلیم بي کالډویل هغه  امریکايي پوځي کوم چې تر ۲۰۱۱ زېږدیز کال پورې  درۍ  لکو ته  د افغان  امنیتي  ځواکونو (اردواوپولیسو) د رسولو مسؤولیت په غاړه لري  بربنډه کړه  چې  پښــتانه  په  پوځ کې دوه  تر  دریو سلیزه  جوړوي  په  هغوکې  هم یو شمېر  په  دروغو د پښتنو په نوم جزب شوي دي  .

دښاغلي ویلیم بي کالډویل څرګندونې اوس هم دتاند په ارشیف کې په لاندې ډول وجود لري :

 

                                                                 

تاند(پنجشنبه/مارچ۴) ناټو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې د افرادو ،په تېره بیا پښتنوکم جذب اود زیاتو ځواکونو تښتېدا د دې هیواد په جنوب کې د طالبانو په وړاندې د دوی د پرمختګ لوی خنډ دی .

 

برید جنرال ویلیم بي کالډویل ، چې تر۲۰۱۱ کال پورې درې لکو ته  د افغان امنیتي ځواکونو(اردو اوپولیس) د رسولو مسوولیت په غاړه لري ، وویل د پولیسو له لیکو د کال په سلو کې پنځه ویشت او د ملي اردو له لیکو په سلو کې اتلس تښتي .

 

هغه خبریالانو ته وویل چې د ښو پولیسو فیصدي له شپېتو تراویا پورې دی .خودا قطعاً د منلو وړ نه دی .

 

د ناټو قومندانان وايي چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو لپاره حتمي ده چې د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس پیاوړې شي څو د خپل هیواد د امنیتي چارو مسوولیت په یوازې سر په غاړه واخیستلای شي .

 

خو د دې ستراتیژۍ(له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو) بریالیتوب له دې سره تړلی دی چې کافي شمېر افغانان په امنیتي ځواکونوکې جذب شي او سم وروزل شي .

 

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې کالدویل وویل چې د امنیتي ځواکونو د معاشونو به زیاتولو سره د ځواکونو جذب چټک شوی او د دسمبر له میاشتې راهیسي د میاشتې اووه زره افغانان په امنیتي ځواکونو کې جذبېږي خو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د پښتنو شمېر خورا کم دی او اوس د ټولو امنیتي ځواکونو په سلو کې یوازې له دوو تردرو پښتانه دي .

 

تردې مخکې د ناټو چارواکو ویلي وو چې باید د افغانستان په امنیتي ادارو کې نه یوازې د سرتېرو په سلو کې ۴۴ پښتانه وي بلکې د افسرانو فیصدي هم په دې ډول وي خو اوس د پښتنو افسرانو فیصدي یوازې په سلو کې پنځه ده .دا په داسي حال کې ده چې په دې پنځه فیصدو کې هم ډېرو کسانو چې په خټه پښتانه نه دي ، ځانونه د پښتنو په نومونو ځای کړي دي .

 

کالډویل وویل :« موږپه امنیتي ځواکونو کې د پښتنو د شمېر له کموالي راضي نه یو.موږ غواړو چې دا وضعیت بدل کړو او داسي شرایطو برابر کړو چې د افغانستان د جنوب پښتانه احساس کړي چې د دې هیواد اوسېدونکي دي ...موږ باید دوی ته سم شرایط برابر کړو چې په امنیتي ځواکونو کې شامل شي .»

 

کالدډویل همداراز وویل چې ناټو غواړي یو تبلیغاتي کمپاین پیل کړي چې پښتانه په امنیتي ځواکونو کې شمولیت ته وهڅېږي او دی هیله لري چې په جنوبي ولایتونو کې به پیل شوي عملیات مرسته وکړي چې دامنیتي ځواکونو په لیکو کې د دغو سیمو اوسېدونکي لېوالتیا پیدا کړي .

 

د غزني د قره باغ یوه اوسېدونکي تاند ته وویل چې د دې ولسوالۍ خلک له وسله والو طالبانو ښه زړه نه لري او په ژمي کې ډېر خوشاله ول چې طالبان ، د هغه په وینا ورک شوي ول مګر د ولسوالۍ په مرکز کې تر مېشتو عسکرو او پولیسو چې درست د پنجشیر او شمالي اوسېدونکي دي ، طالبان غوره بولي ځکه چې طالبان په زوره نه له چا پیسې غواړي او نه د دې کار لپاره څوک ځوروي .

 

د قره باغ دغه اوسېدونکي چې د امنیتي ستونزو له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي ، همداراز وویل :«خلک له طالبانو یوازې په دې خاطر بد وړي چې هغوی هلکان او نجونې ښوونځیو ته نه پرېږدي او اجازه نه ورکوي چې د  دوی په سیمه کې د بیارغونې کارونه وشي .»

 

کالدویل د افغان ځواکونو د شمېر پر کموالي سربېره د خپل کار د لارې بل خنډ د نړیوالو روزونکو د شمېرکموالی بولي او وايي چې لا هم نولس سوه نورو روزونکو ته سخته اړتیا لري .

 

 

ګرانو خویندو او وروڼو!

اوس خو به  موباور راغلی  وي  چې حامدکرزی  نه  تنها پخپله  د شمال  داړه ماروملېشو ته ملي اردو وایي بلکې  دولس  په سترګو کې دخاورو اچولوتر څنګ ولس  دې ته اړباسي چې دې ملېشو ته دملي اردو په سترګه وګوري

ددې  تر څنګ کندهاریوخویندواو وروڼو ته لاهم  ډاډ ورکوي  چې داملېشې به ستاسوپه کلیو اوبانډو کې جګړه ونه کړي هسې تصفیه به وکړي ؟؟

وای وای کرزیه؟!

څه درته ولیکم؟

الله  پاک دې تباه اوبرباد کړه  چې  ولس خلاصولای نه  شې نور خو یې  مه  زېندۍ کوه  هلته  غلی  د ارګ  په  سوړه کې وغزېږه ستایې په سیاست  او ولس څه چې نه دې خبره د یوسیاستوال  په څېر ده او نه  ددې استعداد لرې  کله یوه  غدار ته ور په غوږ شې او کله بل ته  دا ستا ظرفیت اوواکمني  ده؟

                 

 

داځل چې دامریکا له  مرموز سفر څخه  را وګرزېدې نودکندهار عملیات  دې  د ظرفیت جوړونې  او اداري  فساد دله مینځه وړلو لپاره  اړین وبلل .

اوس  دې که  په خپلوکړوخبروسرخلاصیږي  بیا نودااشغالګرو اوښکېلاکګرو ته ووایه چې داعملیات  صرف  د کندهار په  رسمي  دفترونو کې وکړي نه  دولسي وګړو او کروندګرو له حاصل څخه  ډکو باغونو کې .

ارګمشره ؟!

ته  فکر کوې چې اداري فساد او دظرفیتونو کمښت  دانارو په باغونو کې دی  ؟

نه نه اوس  ټول  ښه پوهیږي چې ستاله لاسه  پښتانه بې کفنه دقبرونو په  ځای  په  خندقونوکې  دلۍ دلۍ خښیږي  پخوا به که  پردیو د پښتنو له  سرونو څخه کله منارونه  جوړول  نن  هغه  دنده تا په غاړه اخیستې  هم یې وژنې هم پرې ژاړې  .

 

 

ستا په کرغېړنه  دوره کې  دټول  وژنو او عامه تباهي ور اخوادکندهارله مخورو، قومي مشرانو اودیني عالمانو څخه له دریو زروڅخه زیات کسان  وژل شوي  اودالړۍ همداسې  روانه  ده خوبیاهم ستایاراوسردارمک کرسټل وایي چې  دکندهار عملیات  وځنډول  شول  نو  دا هره ورځ  چې مخور کسان   وژل کیږي  دې  ته  به  هم ته  جګړه نه بلکې تصفیه وایې کرزی صاحبه؟!

په دې  هم لا قناعت نه کوې اوس غواړې چې  د لویې تصفې  په پلمه  په  دا پاتې کونډو او یتیمانوهم  هغه  خدای  ورکړې  روزي  (دکروندو حاصل) ودروې  اودامریکايي بمباریو په  اجرا سره د ښکلي کندهارشنې باغچې زموږ  د مظلومو او بې وسو  کندهاریو خویندو او وروڼو په  پاکووینو رنګ کړې  .

                           ما درته ټول عمر دګلونوښار وېیلی دی ××

کله مې پیرزو یې  په بمونو کندهاره

هو!

دمارجې  په عملیاتو کې تاسو کومه توره وکړه؟

څومره وینې تویه شوې؟

 کومه بیا رغونه  وشوه ؟

کوم ښونځي ودان  او کوم  ولسپال سپېځلي دولتي مامورین مو پرې وتپل ؟

ارګمشرصاحبه!

دا ځل کندهار ونړوه  دمیرویس نیکه، احمدشاه بابا، ایوب او اکبر په مېنه  اور ولګوه یو پښتون هم چې  درڅخه ژوندی پاته نه شي که نه بیا به مکناټن له ګور څخه  درپسې را پاڅیږي  پرون یې هم لمسي (کامرون) دپېرنګیانو په پارلمان کې ووېل  چې بریتانیا باید په افغانستان کې نورو تلفاتو ته تیاره شي .

اخېردا د څه لپاره؟

دا د هغه  څه  لپاره کوم  چې وړمه ورځ  امریکايي کارپوهانو څرګنده کړه چې افغانستان  د یو تریلیون  له ارزښت څخه زیاتې  طبعي زېرمې لري .

انګرېز صدراعظم کامرون  دا هم  ووېل چې  موږ به  له  اړتیا څخه پرته یوه شېبه هم په افغانستان کې پاته نه شو. هو!

ولې نه  هر څه پوره کړئ جوالونه  ډک ډک درسره وېسئ اړتیا به مو پوره شي  بیا نو تښتئ .

تاسې به  په لندن کې مزې کوئ بې سره او بره افغانانو ته به جواری هم نه پیدا کیږي ځکه  چې  زموږ زېر مې خو به له  خیره سره  تاسې  وڅټئ  دکرزي  تر څنک جنګي جنایتکارانو چې  دملت او دولت ملکیتونه  چور،لوړې لوړې ماڼۍ  یې پرې جوړې کړې  هغه  به هم  اوبه کړي  وبه یې پلوري  دا سرمایه  به هم  تاسو ته در وړي  بانکونه به درته ډک او بله ورځ به یې تاسې په کومه دیموکراتیکه؟؟ پلمه ورڅخه کنګل کړئ  له خیر سره هو له خیره سره .

جنګي جنایتکاران به  خوښ وي چې هم  په سویس ، دوبۍ او نورو بانکونوکې پانګې لري هم اوس په قدرت کې  دي او هم که اله ګوله  شوه نو تښتي به  او ډک ډک جېبونه  به لویدیځو بانکونو ته  ور وړي .

داخوب  دې  اوبو ته ووایي په ولله که خو یوه ټنګه هم ور پرېږدې بس په  هغه وخت کې به بیاورته همدا ننني  مک کرسټل دغو وایي چې له تاسو جنګي جنایتکارانو سره  خو به  اوس حساب کوو قاتلانو،حرامیانو او نور. . .

دقاتلانو، هېوادفروشانواو اسلام  دښمنانوله  ډلې څخه   په تصویر کې  دا لاندې  ورګړې وګورئ  دا که رښتینې  ږیره  وای   خو د رسول اکرم (ص) له  هدایت سره سم به یې حفاظت کړی و خونه  دا ورګړې عطأ نور صرف  دریا او فرېب لپاره  اوږدې کړې وې داخو  د  رباني صاحب  مجاهدین  وو اوس  هم جهاد جهاد نارې وهي ؟؟

                               

کومه وداني چې په تصویرکې وینئ دا دمجاهد؟؟عطأ نور له لسکونوپانګوڅخه یوه هغه پانګه ده په کومه کې چې  دودونو سالونونه جوړ شوي دي 

په  افغان  ولس  تپل شوی کرزی  ځکه  ولس او تاریخ  ته  محکوم  دی  چې هر جنایت ویني  خوخوله  پرې  پټوي  د بغلان  دسمنټو له فابریکې څخه  رانیولې  بیاد امان الله خان تر  شهرکه همدا راز  دپارلمان  وکیلانو دکاظمي  او نورو اویا تنو زده کونکوپه ګډون  وژنه او چاودنه  هم کرزي ته  روښانه ده ځکه خو یې ددې  پېښې  په معامله کې د دوبۍ په  هوائي  ډګر کې  یونس قانوني  او ضیأ مسعود له  ډکو ډکو هغوقاچاقي  بکسونو سره  خوشي کړل  په کومو کې چې زموږ  دنیکونو خورا مهم  تاریخي  کتبي  اثار او په  میلونونو ډالر ځای په ځای شوي وو.

ګلو لوستونکو !

نور مو وخت نه نیسم  که نه کرزي خو له افغان ولس سره دومره جفا وکړه او کوي یې چې زما په شان ډېر مظلومان به یې په لیکلو ستړي شي بس په همدې ځای خپله لیکنه لنډوم او له ټولو افغانانو او انسان دوستانو څخه دنړۍ په کچه هیله کوم  چې  دکندهارد خونړیو عملیاتو مخه  ونیسي  له  افغان  مقاومت  څخه  هم هیله کوم چې په لوی لاس   پردیو ته  پلمې  په لاس ور نه کړي  که دومره تکړه وي بلې سیمې ته دې ووزي  که نه نو په خپلو چارو به موږ نور هم شکمن کړي .

یادونــــــــــــــــــــــــــــه:

ټولوګرانو ستونکوته  په  صداقت سره  ډاډ ورکوم چې  نه له کرزي او نه له کوم بل  چاسره کومه شخصي ستونځه لرم  نه یې  په  شخصي  ډول  کوم زیان  راته  رسولی دی خوخبره داده چې زه دخپل ګران هېواد او ګرانوهېواد والو په  درد سوځېږم  په  دې  هم  ښه پوهېږم  چې له ما څخه  ډېر لوړ لوړ استعدادونه  شته،  هم   ښه  پوهیږي  هم  یې له ما څخه  ممکین  منطق  لوړ وي  خو په   دې  هم  پوهېږم  چې هغوی  هغه  څه نه لري کوم چې زه لرم هغه دا چې زه په ډګرخبرې کوم  بې له خدای (ج)  څخه  له  بل هیڅچا وېره نه  لرم یوه ورځ  راغلی یم او یوه ورځ به ځم دا دلوړ منطق کسان چې نن ګونګي اوصرف دخپل سرخیرغواړي دابه هم یوه ورځ  داسې ولاړ شي چې هیڅ به هم نه وي  ور پاته

ځکه خوله  دوی څخه احترامانه هیله کوم چې  بې له کومې وېرې  په ظلم اود لږکیو په استبداد پسې قلم را پورته کړي .

                             مننــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

هغه ګمارل   شوي کس ته  چې  په  ټول  افغان کې  یې  د غوث الدین غوث  په  نوم   په  ما پسې  له  دروغو او بهتان  څخه  ډکه  لیکنه کړې  وه  وایم  چې یا دې زما لیکنې نه لولي یادې  له خپل  کوم باسواده استاد سره یو ځای لولي  تر څو سر یې سم  پرې خلاص  شي، پردۍ  لیکنې  دې  هم  په  ما نه  را تاوانوي  زه خو دومره وخت نه لرم چې پر هر کس اوناکس  یې ولګوم  خو کور دې  درښتینوافغانانوودان وي چې زما په ځاې یې ځواب ورکړی وکه نه یې وي لوستی  په  تل افغان کې دې  په لاندې پته له خپل کوم باسواده استاد سره ولولي  :

http://talafghan.com/messegesandreports/daghghawspazawabke=jamalsarter.html

 

                          بل  به  چېرې ستا په شان  مکار نه وي   ×× وي  به  خو همــدومره  به  غدار نه  وي

                                    ستا په څنګ کې پاک سړی ما ونه لید ××  نې  منــــــــــــې  تر څو جنایتکار نه  وي

 


June 16th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات